افغانستان

د ترافیکو ریاست: د پاتې وسایطو معافیت اوس هم د تطبیق وړ دی

د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د تېرو کلونو د پاتې موټرو معافیت اوس هم نافذ دی.

د دغه فرمان له مخې، هغه وسایط چې اسناد یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پاتې دي له ۹۰٪ معافیت څخه به معاف وي، هغه موټر چې اسناد یې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کال تر منځ پاتې وي، ۸۰٪ معافیت لري او هغه موټر چې اسناد یې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ پاتې وي هغوی ته به ۷٪ معافیت ورکړل شي.

د ترافيکو رياست له ښاريانو څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د خپلو وسايطو اسناد نوي کړي، که نه له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button