سیمه

په دمشق کښې د اسلامی جهاد په مرکز د نیواکګر قدس رژیم هوایی برید

سانا خبری آژانس اعلان کړی دی چې د اسرائیلو جنګی الوتکو په «مشرو دیمر» سیمه کښې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړې ده.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم رسنیو ادعا وکړه چې د دغه رژیم جنګیالیو د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د قوماندې یو مرکز په نښه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د سوریې د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي چې اسرائیلي برید د دمشق په لوړو کې یو فلسطینی شخصیت په نښه کړی دی.

خو د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ وایی: په دمشق د صهیونیسټی رژیم حملې یو تش کور په نښه کړ او لکه څنګه چې دښمن ادعا کوی، د دغه غورځنګ په مرکز حمله نه ده شوې.

د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې ۲ تنه وژل شوي او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/18952؟single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button