افغانستان

په افغانستان کې د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سړکونو د جوړولو لپاره د یوې الماني کمپنۍ لېوالتیا څرګنده کړه

د الماني شرکت “تراستکو میدل ایست” مشر محمد درخشان د ټولګټو له وزیر ملا محمد عیسی ثاني سره په کتنه کې په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ.

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، یاد شرکت به دغه پانګونه د هېواد د کانونو د استخراج په بدل کې وکړي.

له بلې خوا د ټولګټو وزیر په دې ناسته کې وویل، چې د غور – هرات او بادغیس – فاریاب سړکونو د جوړولو پلان په لاس کې دی او د اسلامي امارت د رهبرۍ له منظورۍ وروسته به د یادو سړکونو د جوړولو قرارداد له یاد شرکت سره وشي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button