سیمه
د پاکستان د پوځ ویاند: د یرغمل شویو اورګاډو د خلاصون عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف اعلان وکړ چې د مسافر وړونکي اورګاډي د پاکولو عملیات د ۳۳ بلوڅ ازادي غوښتونکو په وژلو سره پای ته ورسېدل.
ده وويل: د دغه هېواد د اردو د عملياتو له پيل مخکې يې ٢١ تنه يرغمل کړي وو او د اردو په عملياتو کې هيڅ مسافر ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې دغه عملیات په ډېر دقت سره ترسره شوي، څو مسافرو ته زیان ونه رسېږي.
جنرال احمد شريف دغه راز يادونه وکړه، چې د سرحدي پوليسو څلور سرتېري هم وژل شوي، خو د نورو امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
هغه زیاته کړه: د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په وړاندې د یرغمل شویو کسانو د ازادولو په عملیاتو کښې د پاکستان د پوځ د کومانډو او رینجر ځواکونو او د پاکستان د پولو ساتونکو او امنیتی منسوبینو هم برخه لرله.