د یمن د وسله والو ځواکونو دغه څرګندونې د غزې د پولو له تړلو وروسته شوې دي
دفلسطین له مظلوم ملت او ګرانو فلسطیني مجاهدینو په ملاتړ او په صهیونیسټ دښمن باندې دبندیزونو دپرانستلو او غزې ته د مرستو د رسولو لپاره د منځګړیتوب لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته، د یمن وسله وال ځواکونه د غزې تړانګې ته د مرستو د رسولو او د منځګړیو د ناکامۍ له امله په لاندې ډول اعلانونه کوي:
د سرې بحیرې، عربي بحیرې، باب المندب او د عدن په خلیج کې په ټاکل شوې عملیاتي سیمه کې د ټولو اسراییلي کښتیو د تېرېدو بندیز بیا پیل شو.
دا بندیز د دې بیان د خپریدو له شیبې څخه نافذ دی.
هر اسراییلي کښتۍ چې هڅه کوي له دې بندیز څخه سرغړونه وکړي په اعلان شوي عملیاتي زون کې به په نښه شي.
دا بندیز به د غزې د پولو د بیا پرانیستلو او د مرستو او خوراکي او طبي اړتیاوو تر رسیدو پورې دوام وکړي.
د یمن وسله والو ځواکونو په غزې او لویدیځه غاړه کښې د فلسطین له خلکو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی دی چې د خدای په مرسته به د فلسطین له زړور مقاومت سره وی .
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/18890