افغانستان
په کابل کې د ریشخور لبنیاتو د تولید فابریکې قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو
په کابل کې د “ریشخور” لبنیاتو فابریکې د فعالیت د پیل تړون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ زره لیټرو شیدو د پروسس ظرفیت لري، چې ۱۲ ډوله لبنیات تولیدېږي.
د يادونې وړ ده، چې دغه فابريکه له يوه خصوصي شرکت سره د لسو کلونو لپاره قرارداد لري.