سپورت
ایرلنډ د مالي ستونزو له امله له افغانستان سره لوبه ودروله
د ایرلنډ د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چې د مالي ستونزو له امله نه شي کولای د افغانستان له ملي لوبډلې سره څو ټاکل شوې سیالۍ ترسره کړي.
د کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې، د ایرلنډ د کرېکټ بورډ مشر وارین ډیوټروم اعلان کړی، چې دغه پرېکړه یې د بودیجې د موقتي محدودیتونو له امله کړې ده.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ایرلنډ سږ کال سخت مهالویش لري او پرېکړه یې کړې چې د ګڼو ټورنمنټونو له امله له افغانستان سره خپله لوبه لغوه کړي.
د دغې سرچينې په وينا، دغه پرېکړه مالي بڼه لري او له سياسي مسايلو سره هېڅ تړاو نه لري.