نړۍ

اوکراین له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند پر پلان موافقه وکړه

په سعودي عربستان کې د اوکرایني او امریکايي چارواکو تر منځ له خبرو وروسته کییف له روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا له وړاندیز سره موافقه وکړه.

وروسته له هغه چې اوکراین د دې پلان لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ، امریکا هم له اوکراین سره د پوځي مرستو او د معلوماتو د تبادلې له پیلولو سره موافقه وکړه.

دغه خبرې اترې چې پرون (سه شنبه، کب ۲۱) د جدې په ښار کې ترسره شوې، دواړو خواوو بیا هم موافقه وکړه چې ډېر ژر به د کانونو په برخه کې یوه موافقه لاسلیک کړي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته راوبلل شي.

ټرمپ دا هیله هم څرګنده کړې چې پوتین به اوربند ته غاړه کېږدي څو چې موږ د خبرو پر لور روان شو او که روسیه اوربند ته غاړه نه ږدي، جګړه به دوام وکړي او ډېر خلک به ووژل شي.

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/18892؟single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button