د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد السویدي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې او د دوه اړخيزو همکاريو د نوي پړاو د پرانستلو پرېکړه يې وکړه.
په دې کتنه کې ښاغلي متقي په افغانستان کې امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې او له عماني پانګوالو یې وغوښتل چې له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړ او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا هیله یې څرګنده کړه.