په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور امنیت شورا ته وړاندې کړ.
په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې دا پرېکړه د افغانستان په اوسنیو چارواکو پورې اړه لري چې ایا له نړیوالې ټولنې سره همکاري غواړي او که نه.
اوتونبایوا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د یوناما ماموریت به راتلونکې اونۍ وغځول شي.
نوموړي په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، بشري حقونو او اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که بشري مرستې بندې شي او د یوناما ماموریت وغځول شي، د افغانانو وضعیت به لاپسې خراب شي.