د صهیونیسټ رژیم د ۸۷۰۰۰ پوځیانو ټپي کیدل او پرې کول ومنل
د المیادین د راپور له مخې د صهیونیسټ رژیم د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په وروستیو پنځلسو میاشتو کښې د دغه رژیم ۸۷ زره پوځیان ژوبل شوی هم دی چې زیاتره یې محافظه کاران دی .
په دې راپور کې د هغو محافظینو ټپونو او پرې کولو ته په اشارې سره چې په وروستیو جګړو کې د اردو له ځواکونو سره د مرستې لپاره بلل شوي وو، ویل شوي چې د اسراییلو په پوځ کې د نیمایي ټپیانو او شړل شویو کسانو عمرونه تر ۳۰ کلونو کم دي.
دصهیونیسټ رژیم د قوانینو له مخې په پوځ کښې له درې کلن اجباري خدمت وروسته (پوهنتون ته له تللو مخکې) د نیواک شوي فلسطین اوسیدونکي باید تر څلویښت کلنۍ پورې د ریزرف ځواک په توګه خدمت ته چمتو شي او له پوځ سره یو ځای شي.
صهیونیسټي پوځ په وروستیو جګړو کښې د ځواکونو د کمښت په نتیجه کښې یو زیات شمیر صهیونیسټان چې مسلکي عسکر نه وو جنګ ته بللي او دغه کسان د مقاومت د ځواکونو د بې کفایتۍ او ښکنځلو په وجه په کلابندۍ کښې اچول شوي دي.