نړۍ

د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر جسټین ټروډو ځای په ځای شو

د کاناډا د واکمن ګوند له مشرۍ څخه د جسټن تروډو له استعفا شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د دغه هېواد د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د هغه ځای ناستی او د کاناډا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د کاناډا د لیبرال ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره رای اچونه چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه، پرون (یکشنبه، کب ۱۹) پای ته ورسېده او ۵۹ کلن مارک کارني د ۸۶ سلنه رایو په ګټلو سره د واکمن ګوند مشري په غاړه واخیسته.

ښاغلي کارني په خپلو خبرو کې ویلي دي چې کاناډا به خپل تعرفې تعرفې وساتي تر څو چې امریکایان زموږ درناوی ونه کړي او ژمنه یې وکړه چې له ټرمپ سره به سوداګریزه جګړه وګټي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button