د اناتولیا خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو له څو اونیو جګړو وروسته د یکشنبې په ورځ ( کب ۱۹مه) د تورخم په پوله کې پر دوه ورځني اوربند موافقه وکړه.
د تورخم پوله چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د پاکستان له خوا له افغان لوري د یوې نوې پوستې د جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه، د خبرو تر بل پړاو پورې به تړلې وي.
راپور وايي، په تېرو دوو اوونیو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي او له دواړو غاړو څخه سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
يوه جګپوړي پاکستاني چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د اناتوليا خبري آژانس ته وويل: دغه موافقه د تورخم په پوله په هغه جرګه کې چې د دواړو غاړو د قومي مشرانو په شتون سره جوړه شوې وه، لاسليک شوه.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د هېواد د سرپرست حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.