سیمه
د صهیونیسټ رژیم جنګیالیو په ۲۰ دقیقو کښې په جنوبی لبنان کښې ۲۵ حملې وکړې
د لبنان په جنوب کښې د المیادین خبری چینل خبریال اعلان وکړ چې د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو په «وادی زبقین» او د «ایتا الجبل» او «بیت یاحون» ترمنځه سیمو باندې حملې وکړې.
په دې لړ کښې صهیونیسټي پوځ ادعا وکړه چې د لبنان په جنوب کښې یې د حزب الله پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
بايد يادونه وشي چې د لبنان پر جنوبي سيمو (د ايتا الجبل او بيت ياحون تر منځ سيمه) د اسرائيلو د بريدونو وروستۍ څپه د اوربند له پيل راهيسې د بريدونو تر ټولو خونړۍ او پراخه څپه ده.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/18762؟single