سپورت
د افغانستان د فوټسال لوبغاړو د برازیل په وړاندې ماتې وخوړه
دواړو لوبډلو نن سهار (شنبه د کب ۱۸مه) د څلور اړخیزو سیالیو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړه او لوبه د ۴:۱ په توپیر د نړۍ د اتل برازیلي لوبغاړو په ګټه او د افغانستان د لوبغاړو په ماتې سره پای ته ورسېده.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د دې سیالیو په دریمه لوبه کې له ایران سره مخامخ کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد لوبغاړو د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ماتې ورکړې وه.
د برازيل په کوربه توب د افغانستان، ايران او ګرينلنډ د لوبډلو ترمنځ د فوټسال څلور اړخيزه سيالۍ پيل شوې.