نړۍ

مسکو: د مکرون څرګندونې روسیې ته ګواښ دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې فرانسه هیله لري چې روسیه دې ته اړ کړي چې هغه پرېکړې وکړي چې لویدیځ یې غواړي؛ خو دا به نه وي.

موږ فرانسې ته ګواښ نه دی کړی او له دې هېواد سره مو په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې له ځانه دفاع کړې او د مکرون څرګندونې زموږ لپاره ګواښ دی.

اروپا ته د خپل اټومي چتر د غځولو لپاره د فرانسې هیله به د فرانسې او د هغې د متحدینو امنیت ټینګ نه کړي.

موږ به د اټومي وسلو په اړه د میکرون بیان زموږ په دفاعي پلانونو کې شامل کړو.

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی چې له خپل اټومي ځواک څخه د روسیې د ګواښ پر وړاندې د اروپايي متحدینو د ساتنې لپاره کار واخلي.

ښاغلي مکرون په اوکرایین کې د اوربند مخالفت وکړ او ویې ویل: سوله د “اوکرایین تسلیمېدل” معنی نه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button