سپورت
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په سیالیو کې ګرینلنډ ته ماتې ورکړه
د هېواد لوبغاړو د جمعې په سهار په برازیل کې د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ګرینلنډ پر وړاندې لوبه وکړه او په پای کې یې خپل حریف ته د ۵-۴ په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې وګټله.
په دې لوبه کې د ګرینلنډ پر وړاندې د افغانستان لپاره امید قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي او بهمن ګرګیچ ګولونه وکړل.
د فوټسال ملي لوبډله به د سیالیو په چوکاټ کې په خپله دویمه سیالۍ کې له برازیل سره مخامخ شي.
د افغانستان، ایران، ګرینلینډ او کوربه برازیل د لوبډلو ترمنځ د برازیل څلور اړخیزه سیالۍ پیل شوې.