نړۍ

د اروپايي پارلمان مشر: اوکراین نه یوازې د ځان لپاره بلکې زموږ د امنیت لپاره هم جګړه کوي!

د اروپا د پارلمان مشرې روبرتا میتسولا په دې خبرې سره چې د اوکراین امنیت د اروپا امنیت دی او ټینګار یې وکړ: نن ورځ تر بل هر وخت زیات د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تر څنګ ولاړ یو.

میټسولا دې ته په اشارې سره چې په اوکراین کې نننی وضعیت هماغسې دی لکه څنګه چې درې کاله مخکې و، وویل: اوکراین نه یوازې د خپل امنیت لپاره، بلکې د اروپا د امنیت او د دې وچې د ګډو ارزښتونو لپاره هم جنګیږی او موږ باید له هر هغه چا سره ملګرتیا وکړو چې زموږ د امنیت او ارزښتونو لپاره جنګیږی او اروپایی اتحادیه باید د اوکراین د ملیاردانو د مالی ملاتړ لپاره ډیر څه وکړی.

هغه زیاته کړه: “موږ له اوکراین سره یو، خو د دې کار د ترسره کولو لپاره باید لا ډېر کار وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې خپلې مالي سرچینې په سمه توګه تخصیص کړو او له کییف سره نورې پوځي مرستې وکړو.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button