نړۍ
ملګري ملتونه: په ځینو هېوادونو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ځینو هېوادونو کې یې د بشري مرستو د رسولو لپاره له خپل بېړني صندوق څخه ۱۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له حکم وروسته شوی چې پر دغه هېواد یې د بهرنیو مرستو د بندولو او د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په ګډون د مرستندویه موسسو د تمویل لغوه کولو امر کړی دی.
ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې سږ کال به په نړیوالو مالي مرستو کې د پام وړ کموالی راشي.