عربي ټولنې د غزې د بیارغونې لپاره د مصر پلان تصویب کړ
عربي ټولنې د سه شنبې په ورځ (د کب ۱۴) د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې د غزې د بیارغونې لپاره د دغه هېواد پلان تصویب کړ.
د عرب لیګ دغه اقدام د ډونلډ ټرمپ د هغه پلان په غبرګون کې شوی چې د فلسطینیانو د استوګنې او د غزې د بیا رغولو لپاره یې کړې وه.
د عرب ليګ د تصويب له مخې، د دغه پلان لومړی پړاو به شاوخوا شپږ مياشتې دوام وکړي او راتلونکي دوه پړاوونه به په مجموع کې له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې دوام وکړي.
د الجزیرې په وینا، د لیږد لومړنۍ شپږ میاشتنۍ دوره به د فلسطین د ادارې تر لاندې د فلسطینیانو د یوې کمیټې جوړولو ته اړتیا ولري، ترڅو د غزې په تړانګه کې د شمال-جنوب لویې لارې، د صلاح الدین سړک څخه کثافات پاک کړي.
د سړکونو د بیا پرانیستلو وروسته به د 1.2 ملیون خلکو لپاره 200,000 موقتي کورونه جوړ شي او شاوخوا 60,000 ویجاړې شوې ودانۍ به بیارغول شي.