سپورت
د افغانستان د فوټسال لوبډله په برازیل کې د څلور اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ولاړه
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله څو ساعته مخکې د برازیل د ساو پاولو او کورتیبا په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره له تهرانه روانه شوه.
له بلې خوا، اکبر کاظمی، رضا حسینی پور، حمید رضا حسینی، حسینی محمدی او سید مجتبی حسینی نن ماښام (چهارشنبه د کب ۱۵) د ایران له مشهد څخه د برازیل په لور روانیږی.
د برازیل څلور اړخیزه سیالۍ به د افغانستان، کوربه برازیل، یونان او ایران د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.