نړۍ

ټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې ودرولې

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، رویټرز ته وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې بندې کړې دي.

دغه امریکايي چارواکي وویل: “ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې هغه په ​​سولې تمرکز کوي، موږ اړتیا لرو چې زموږ شریکان هم دې هدف ته ژمن وي؛” “موږ خپلې ونډې ځنډوو او بیاکتنه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دوی د حل لارې سره مرسته کوي.”

د ډونالډ ټرمپ دا اقدام هغه درز لا ژوروي چې د دې دوو پخوانیو متحدینو ترمنځ رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ، د فبروري په ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره یوه جنجالي او لفظي ترینګلې غونډه وکړه، او ښاغلي ټرمپ هغه د امریکا د مرستو لپاره “ناشکره” او نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په لور په کشولو تورن کړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button