نړۍ
رویټرز: سپینه ماڼۍ د روسیې پر ضد د بندیزونو پر کمولو غور کوي
انګلیسي خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سپینه ماڼۍ پر روسیې د ځینو بندیزونو د احتمالي لغوه کولو پر پلان غور کوي.
په دې اړه د انګلیسي خبري اژانس “رویټرز” د دوشنبې په ماښام لیکلي: “سپینې ماڼۍ د امریکا د بهرنیو چارو او مالیې وزارت ته امر کړی چې د بندیزونو لیست چمتو کړي چې کم شي.”
تمه کیږي چې امریکایي چارواکي به په راتلونکو ورځو کې له روسیې سره د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د ښه کولو په هدف د پراخو خبرو اترو د یوې برخې په توګه له خپلو روسي سیالانو سره د لیست په اړه خبرې وکړي.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبري اژانس ته وویل چې په اوسني وړاندیز کې په ټاکل شوي اشخاصو او سوداګرۍ د بندیزونو لرې کول شامل دي.