نړۍ
ټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې ودرولې
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، رویټرز ته وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د امریکا ټولې پوځي مرستې بندې کړې دي.
دغه امریکايي چارواکي وویل: “ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې هغه په سولې تمرکز کوي، موږ اړتیا لرو چې زموږ شریکان هم دې هدف ته ژمن وي؛” “موږ خپلې ونډې ځنډوو او بیاکتنه کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې دوی د حل لارې سره مرسته کوي.”
د ډونالډ ټرمپ دا اقدام هغه درز لا ژوروي چې د دې دوو پخوانیو متحدینو ترمنځ رامنځته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ، د فبروري په ۱۰مه په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره یوه جنجالي او لفظي ترینګلې غونډه وکړه، او ښاغلي ټرمپ هغه د امریکا د مرستو لپاره “ناشکره” او نړۍ د دریمې نړیوالې جګړې په لور په کشولو تورن کړ.