په پکتیا کې ۱۲ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي
د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي چې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې به ۱۲ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي نصیرالله هجرت رسنیو ته وویل چې د نویو ځایونو د جوړولو لپاره سروې بشپړه شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړولو کار پیل شي.
هغه دا هم زیاته کړه چې دا سایټونه به د سلام مخابراتي شرکت لخوا د پکتیا په زرمت، روحاني بابا، وازه ځدراڼ، میرزکه، احمدخیل، لجمنګل، جانخیل، اریوب، ګرده رواق او شواک ولسوالیو کې جوړ شي.
د هغه په وينا، د نويو ځايونو په جوړولو سره به د مخابراتو په برخه کې د لرې پرتو سيمو د خلکو ستونزې تر يوې کچې حل شي، خو لا هم داسې سيمې شته چې خلک يې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د یادونې وړ ده چې د معلوماتو له مخې، سږ کال په پکتیا کې د خصوصي مخابراتي شرکتونو لخوا څلور سایټونه جوړ او فعال شوي دي.