افغانستان

د کرنې وزارت مرستیال او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د رییس ترمنځ مشورتي غونډه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر مولوي ضمیر عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له عمومي رییس ریچارډ ټرینچارډ سره مشورتي غونډه وکړه.

د وزارت په وینا، په دې غونډه کې په شمالي ولایتونو کې د ملخانو سره د مبارزې لپاره د کمپاین پیلولو، د بهرنیو ادارو څخه د مرستې راجلبولو، د زیربنایي پروژو پلي کولو، د څارویو سروې، د کرنیزو محصولاتو په اړه څیړنې او نورو مسایلو په اړه بحث وشو.

دواړو خواوو د کرنې او مالدارۍ له لارې د خلکو د اقتصاد د ښه کولو لپاره د همکارۍ په پراخولو هم ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button