سیمه
حماس د غزې د اوربند د دوهم پړاو غوښتنه وکړه
د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په غزه کې د اوربند د دوهم پړاو د پیل غوښتنه کړې ده.
د حماس غورځنګ په منځګړو غږ کړی چې په اسراییلي رژیم فشار راوړي چې په غزه کې د اوربند د تړون دوهم پړاو ته سمدلاسه ننوځي.
دا په داسې حال کې ده چې صهیونیسټ رژیم، د خپلو تکراري تخریب او خنډونو په دوام سره، د خپلو تیریګرو پالیسیو او چلند پر بنسټ د بل فورمول غوښتنه کړې ده.