سیمه
د پی ک۔ک مشر عبدالله اوجالان د بیان مهم ټکي چې له زندان څخه خپاره شوي
ټولې ډلې باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د کردستان کارګر ګوند باید منحل شي.
زه په ټولو ډلو غږ کوم چې خپلې وسلې کېږدي، او زه د دې لپاره تاریخي مسؤلیت په غاړه اخلم.
زه د کردستان کارګر ګوند څخه غوښتنه کوم چې یوه عمومي غونډه جوړه کړي او د ځان د منحل کولو پریکړه وکړي.
له ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکو خبرو اترو پرته بله لاره نشته، او جمهوریت به یوازې د ورورګلوۍ ډیموکراسۍ سره ژوندی پاتې شي.
اوجلان له نږدې ۲۶ کلونو راهیسې د ترکیې په امرالي زندان کې بندي دی.