نړۍ
پوتین ټرمپ ته د نادر خاورو فلزاتو په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: “موږ چمتو یو چې متحده ایالاتو ته د نادره خاورو فلزاتو په برخه کې د همکارۍ فرصت وړاندې کړو.”
پوتین زیاته کړه چې د روسیې فدراسیون د اوکراین په پرتله “ډیر نادره خاورو فلزات” لري.
پوتین دا هم وویل چې هغه د دفاعي لګښتونو ۵۰٪ کمښت د متحده ایالاتو او روسیې دواړو لپاره ښه نظر ګڼي.
روسیه او امریکا کولی شي د وسلو د ۵۰ سلنې کمولو په اړه یوې موافقې ته ورسیږي، او چین هم کولی شي په دې تړون کې شامل شي.
مخکې له دې، ټرمپ د امریکا د پوځي لګښتونو د نیمایي کمولو نظر څرګند کړی و.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/18469