د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ترکیې او ایران ته له سفر وروسته د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې، دوحې ته د لاوروف وروستی سفر تېر دسمبر و، کله چې هغه د دوحې په فورم کې ګډون وکړ او له لوړ پوړو قطري چارواکو سره یې ولیدل.