نړۍ

پوتین: روسیه د اوکراین د سولې په خبرو اترو کې د اروپا د ګډون مخالفت نه کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو اترو کې د اروپا د ګډون مخالفت نه کوي.

پوتین ټینګار کړی چې بروکسل له اوږدې مودې راهیسې له مسکو سره له هر ډول خبرو اترو څخه انکار کړی دی.

د رویټرز په وینا، پوتین د روسیې له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین د کړکیچ په وړاندې په عقلاني ډول عمل کوي، نه په احساساتي ډول.

تېره اونۍ، د روسیې او امریکا استازو د اوکراین د جګړې په اړه په سعودي عربستان کې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره کړ.

خو، اوکراین او د هغه اروپايي متحدین دغو خبرو اترو ته نه وو بلل شوي، چې د دوی له خوا له منفي غبرګونونو سره مخ شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button