افغانستان

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ازبکستان د کانونو وزیر سره لیدنه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر هدایت الله بدري ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د کانونو او اکتشاف وزیر سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې د وزارت مشر د ازبکستان دولتي شرکتونو څخه هم لیدنه کړې ده.

هدایت الله بدري ټینګار وکړ چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په برخه کې له ازبکستان سره همکاري خورا مهمه ده او دا ډول غونډې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button