افغانستان
په فاریاب ولایت کې د پنځو معیاري ممیزو کورونو جوړول
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب، خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې د ممیزو پنځه معیاري خونې جوړې شوې او د کارونې لپاره چمتو دي.
د کرنې وزارت په وینا، دا د ممیزو خونې د انګورو کروندګرو سره مرسته کوي چې خپل محصولات په مناسب او حفظ الصحې شرایطو کې وچ کړي.