افغانستان
د سالنګ لویه لار د سخت طوفان او واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ایکس کې لیکلي چې دا لویه لاره تېره شپه ۲:۰۰ بجې د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ په موقت ډول وتړل شوه.
هغه زیاته کړه چې د فواید عامې وزارت کارمندان هڅه کوي چې د هوا له ښه کېدو سره سم سړک بیرته پرانیزي، خو تر هغه وخته پورې له ټولو ښاریانو څخه غوښتل شوي چې په لویه لاره له سفر کولو ډډه وکړي.