افغانستان
د حج پروسې لپاره د غوښتونکو لپاره د لاټرۍ پروسه ترسره شوه
د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج د مراسمو لپاره د غوښتونکو لپاره د لاټرۍ پروسه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت کې ترسره شوه.
د کډوالو چارو وزارت وايي چې سږ کال د حج لپاره له ۶۰۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو چې په ایران، پاکستان، او اروپایي او امریکایي هیوادونو کې ژوند کوي نوم لیکنه کړې وه، چې له دې ډلې څخه ۵۰۰ تنه یې د لاټرۍ له لارې غوره شوي دي.