افغانستان

هېواد ته د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره د چارواکو او سوداګرو ترمنځ غونډه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او د پټرولیم او مایع ګاز شرکتونو سره د همغږۍ غونډه وکړه ترڅو هیواد ته د ټیټ کیفیت لرونکي تیلو واردولو مخه ونیسي.

د وزارت په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي چې دا غونډه د فرمانونو او احکامو د څارنې او تعقیب ریاست رییس مولوي شمس الدین شریعتي او د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ جوړه شوه.

د وزارت په وینا، په غونډه کې ګډون کوونکو سوداګرو د بې کیفیته تیلو د واردولو د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button