افغانستان

منصور: کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې مطالعات بشپړ شوي دي

د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور وویل چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې د بیاکتنې او ډیزاین پړاوونه بشپړ شوي دي.

هغه دا موضوع د کابل ښار د ترانزیت وکیلانو سره په یوه غونډه کې راپورته کړه او زیاته یې کړه چې د تمویل له ترلاسه کولو وروسته به د دې پروژې عملي کار په رسمي ډول پیل شي.

د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې دوی د بریښنا د کمښت د ستونزو د حل لپاره ګڼ شمیر پروژې په خپل اجنډا کې لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button