د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د دې ادارې د غیر رسمي متخصصینو ډلې (IEG) غونډه به د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په ۲۷مه ترسره شي.
د امنیت شورا په وینا، غونډه به د اقلیم د بدلون، سولې او امنیت په مسلو تمرکز وکړي، چې تمرکز به یې په افغانستان وي.
خو شورا تر اوسه د دې غونډې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.