د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق اخوند د ایران په رسمي بلنه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل چې د دې سفر موخه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله ده.