نړۍ

ټرمپ د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز له دندې ګوښه کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال چارلس براون، پنځه جنرالان او د سمندري ځواکونو یو قوماندان یې له دندې ګوښه کړي دي.

هغه د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم “ټروت” کې په یوه پوسټ کې وویل چې د امریکا د پوځ پخوانی جنرال ډان رازین کاین به د ښاغلي براون د ځای ناستي په توګه وټاکل شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې ښاغلي ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو مشر هم له دندې لرې کړی او د دې مقام لپاره به یو بل کس ولري.

خبري اژانس لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ پریکړه به په پنټاګون کې د ګډوډۍ دوره پیل کړي؛ یوه څانګه چې دمخه یې د ملکي کارمندانو د لویو ګوښه کولو، د بودیجې د پام وړ بدلون، او د ټرمپ د نوې بهرنۍ پالیسۍ لاندې د نظامي ګمارنې کې بدلون لپاره چمتووالی نیولی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button