د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر لپاره ازبکستان ته تللی دی.
د لومړي وزیر د اقتصادي چارو د دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې، ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیران، د افغانستان د مرکزي بانک رییس او د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال وزیر ملا عبدالغني برادر به په دې سفر کې له هغه سره مل وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول او همدارنګه په افغانستان کې د ازبک سوداګرو پانګونې راجلبول دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت پلاوي ته د تاشکند په نړیوال هوايي ډګر کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خجاییف، د افغانستان لپاره د دې هیواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او په ازبکستان کې د اسلامي امارت سفیر شیخ عبدالغفار بحر هرکلی ووایه.