نړۍ
د امریکا دفاع وزارت راتلونکې اونۍ ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي دي چې د دې وزارت ۵۴۰۰ کارمندان به له دندو ګوښه شي.
رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د فدرالي حکومت د کاري ځواک کمولو لپاره د ډونالډ ټرمپ لخوا اخیستل شوی اقدام به راتلونکې اونۍ پیل شي.
د پنټاګون چارواکي دا هم زیاته کړه چې وزارت پلان لري چې خپل ملکي کاري ځواک له ۵ څخه تر ۸ سلنې پورې کم کړي، چې پکې د پنټاګون د ۹۵۰،۰۰۰ ملکي کاري ځواک یوه برخه شامله ده.