د ایران د ځمکنیو ځواکونو د شمال ختیځ مرکزي دفتر مرستیال صادق نوري وویل چې د افغانستان سره د ایران د شمال ختیځو پولو د بندولو پلان ته د دوام ورکولو لپاره د اړتیا وړ ۱۰۰ کیلومتره نور زیربنا چمتو شوې ده.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، صادق نوري د دې پلان د پلي کولو پروسې ته په اشارې سره وویل چې په مختلفو موسمونو کې د اقلیمي شرایطو د بدلون سربیره، د پولې د بندولو عملیاتو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په راپور کې راغلي چې هغه د جمعې په ورځ، د کب په ٣ مه، د دې پروژې د پلي کولو پروسې څخه لیدنه وکړه.