افغانستاناقتصاد

ایران او افغانستان د بانکي او پولي همکاریو د پراختیا موافقه وکړه

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د هیواد د مرکزي بانک رییس محمد رضا فرزین د افغانستان د مرکزي بانک له رییس نور احمد آغا سره په لیدنه کې د پولي او بانکي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه موافقه وکړه.

راپور ښيي چې دا غونډه د روسیې په یکاترینبورګ کې د نوي بانکدارۍ ټیکنالوژۍ د غونډې په څنډه کې ترسره شوه.

د ایران او افغانستان د مرکزي بانکونو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لوړ حجم ته په اشارې سره، د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پولي او بانکي همکاریو پراختیا په اجنډا کې شامله کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button