افغانستان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د ادارو د استازو ترمنځ غونډه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د ادارو له استازو سره د همغږۍ په غونډه کې وویل چې د خلکو د اساسي اړتیاوو پر بنسټ د پراختیایي پروژو د تنظیم او پلي کولو لپاره هڅې روانې دي ترڅو مستحقو خلکو ته خدمات وړاندې شي او د افغانانو ستونزو ته اساسي حل لارې وموندل شي.

ښاغلي اخوندزاده زیاته کړه چې وزارت یې د متوازن پرمختګ اصل ته غاړه ایښې ده او هڅه به وکړي چې ټولې پراختیایي پروژې د حقیقي اړتیاوو پر بنسټ پلي کړي.

په دې غونډه کې د وزارت مرکزي رئیسانو، د یونیسف د واش دفتر مشر رولف لوینډیک او د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو استازو هم ګډون درلود.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button