افغانستان
د واورې او طوفان له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د ایکس په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د سالنګ لویه لاره د تېرې شپې له ۱۱ بجو راهیسې د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا لویه لاره د واورې ورېدو، طوفانونو او محدود لید له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دا بندښت لنډمهاله دی او له ښاریانو څخه غوښتل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې دې له دې لارې سفر ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شپې راهیسې د هیواد په ځینو سیمو کې درنه واوره ورېدلې ده.