سیمه

د قطر امیر تهران ته د سفر په ترڅ کې د ایران له مشر سره وکتل

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ایران ته د خپل سفر په جریان کې د ایران د خلکو د انقلاب له مشر ایت الله خامنه ای سره وکتل.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران مشر وویل چې موږ قطر ته “یو دوستانه او ورور هیواد” ګڼو، او له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول د اسلامي جمهوریت قطعي پالیسي ده.

آیت الله خامنه ای په دې غونډه کې دا هم زیاته کړه چې د امریکایي ولسمشرانو ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

د قطر امیر هم د ایران له مشر سره د لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې یې د ایران د دریځ ستاینه وکړه.

د قطر امیر زیاته کړه چې د فلسطین د خلکو تر څنګ د ایران د مشر دریځ به هیڅکله هیر نشي.

په دې غونډه کې د اوبو لاندې د تونل د جوړولو په اړه هم خبرې وشوې، چې مخکې د ایران او قطر ترمنځ پرې موافقه شوې وه، او شیخ تمیم بن حمد الثاني دا هم وویل چې د دې موافقې پر بنسټ به د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ کمیسیون ډېر ژر فعال شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button