افغانستانویډیويي راپور
په بلخ کې ۲۵۰ کورنیو ته د خوراکي توکو ویش
په بلخ ولایت کې یوې مرستندویه موسسې د شهیدانو او معلولینو د ولایتي ادارې په همکارۍ ۲۵۰ معلولیت لرونکو او اړمنو کورنیو ته خواړه ویشلي دي.
د شهیدانو او معلولینو د ریاست د چارواکو په وینا، ډیری هغه کسان چې دا مرسته یې ترلاسه کړې ده معلولین دي.
په عین حال کې، ځینې اړمن کسان چې له دې مرستې څخه ګټه پورته کړې ده، د کار فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کوي.