افغانستاننړۍ

په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر وتړل شو

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه دفتر د تړلو امر کړی چې د افغانانو د بیا میشتیدنې د څارنې مسؤلیت یې درلود.

د رویټرز په وینا، دفتر باید د اپریل تر میاشتې پورې د تړلو پلان چمتو او وسپاري.

راپور دا هم زیاتوي چې که دا دفتر وتړل شي، د نږدې ۲۰۰،۰۰۰ خلکو قضیې به رد شي چې په تیرو دریو کلونو کې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په تمه دي.

په دې خلکو کې هغه کسان هم شامل دي چې په متحده ایالاتو کې باید له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button