افغانستان
په افغانستان کې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې ۱۷٪ کمښت راغلی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی د جنوري په میاشت کې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۷ سلنه کم شوی دی.
د اوچا د راپور له مخې، په دې میاشت کې د ۵۶ بشري پروژو لنډمهاله ځنډول د دې کمښت اصلي عامل و.